Asset 1SWN

د سټنډرډ ملي ادارې تېرکال څه باندې دوه میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

GWnEjKkXgAAwUI2

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، د هېواد په بندرونو کې ۱۱ میلیونه او ۲۵۸زره ټُنه سوند او ودانیزو توکو له کیفیت څارنه کړې.

دغه څرګندونې د یادې ادارې مسوولانو نن چهارشنبه، وږي ۱۴مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سټنډرډ ملي ادارې رییس وحیداحمد بدري په دې پروګرام کې وویل چې د هېواد په لابراتوارونو کې د تېرکال پرمهال له ۱۲۳زره او ۳۵۹ ودانیزې، نفتي او نساجي نمونې هم اخیستل شوې دي.

نوموړي وویل: «په تېر کال کې ۳ میلیونه ۷۸۷ زره او ۴۱۵ ټنه نفتي مواد، اوبلن ګاز او مشتقات یې د بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي چې له دې جملې څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي. په همدې ډول، تېر کال کې د هېواد له بندرونو څخه ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.»

په ورته مهال د یادې ادارې مسوولانو همداراز وویل چې د تېرکال یوه پرمهال یې، دوه میلیارډ، ۲۸۳ میلیونه او ۵۲۳ افغانۍ عواید هم ترلاسه کړې دي.

د سټنډرډ ملي ادارې، اداري مرستیال محمداصف قانت بیا وویل چې یادې ادارې د کورنیو تولیداتو او وارداتي موادو د کیفیت تضمین لپاره د نفتو، ودانیزو او نساجي ۲۷۴۶ نمونې لابراتوارونو ته لېږلې دي.

هغه وویل: «د بې‌کیفیته نفتي توکو د پلور مخه نیول شوې. په ډېرو فابریکو  کې د داخلي تولیداتو د معیاري کولو لپاره، لکه د ساختماني موادو د تولید سکتور، د سمنټو تولیدفابریکې، تفتیش او نظارت شوی او همداراز د ۴۹۳۲ موټرو معیارونه هم تثبیت شوي دي.»

په ورته مهال د یادې ادارې مسوولان ټينګار کوي چې تېرکال یې، د ټولو کورنیو کارخونو هر اړخیزه ارزونه کړې او په وینا یې، د تولید ټولې چارې یې، معیاري کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان تېرکال د خپل اړتیا وړ بېلابېل توکي له ایران، اوزبکستان او ترکمنستان څخه وارد کړي چې له ډلې یې، ۱۲۹زره ټُنه د یادې ادارې له‌خوا بې‌کیفیته پېژندل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام