Asset 1SWN

تېرکال د افغانستان له هوايي حریم څه باندې ۴۰زره الوتنې شوي

هوايي حریم نقشه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال د هېواد له هوايي حریم څخه څه باندې ۴۰زره عبوري الوتنې شوې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن دوشنبه، وږي پنځمه کابل کې د یاد وزارت د تېر یوه کال لاسته‌راوړنو په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تېرکال کې د هېواد له هوایي ډګرونو څخه د ۱۲۵۰۳ الوتنو په ترڅ کې ۱ میلیون ۸۹۷ زره او ۲۷۳ مسافر لېږدول شوي چې له ډلې یې، ۷۷۴۷۰۰ کسان د هېواد په داخل کې او ۱ میلیون، ۱۲۲زره او ۵۸۳ کسان له هېواد څخه بهر سفر کړی دی.

همدارنګه، په وروستي یوه کال کې ۴۲۱۸۹۵ باروړونکو او ۳ میلیونه ۷۲۲ زره او ۲۸۳ مسافر وړونکو وسایطو د هېواد د ولایتونو ترمنځ تګ‌راتګ کړی.

په ورته مهال مسوولان زیاتوي چې د تېرکال پرمهال ۵۴۷۰۳۸ باروړونکو وسایطو له افغانستان څخه، اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ایران او پاکستان هېوادونو او ۴۳۴۷۰۹ نورو وسایطو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته تګ‌راتګ کړی دی.

د وزارت د چارواکو په خبره، په نړیوال هوایي ډګر د خوست د هوایي ډګر بدلول او د اریانا افغان او کام‌ایر هوايي شرکتونو ترڅنګ، د اتو نړیوالو شرکتونو الوتنو ته د خدمتونو وړاندې کول؛ په وروستي یوه کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په تېرکال کې د هوایي چلند برخه کې ۱۸ پروژې تطبیق شوي، د ملکي هوايي چلند له انسټيټيوټ څخه ۱۱۲ کسان فارغ او ۱۵۰ نوي محصلین جذب شوي او شاوخوا ۵۰۰ کسان د وزارت په خالي بستونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام