Asset 1SWN

سلام وطندار

تېرکال د هېواد له هوايي ډګرونو څه باندې ۱۲زره الوتنې شوي

الوتنې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي وايي چې تېرکال د هېواد له هوايي ډګرونو څه باندې ۱۲زره الوتنې شوې دي.

اصفي ویلي، په همدې موده کې شاوخوا ۱.۶میلیونه مسافر هم لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، تېرکال د هېواد د هوايي چلند برخې او په ځانګړې توګه د پرسونل د ظرفیت لوړونې ته ډېر پام شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په خبره، د کارګو او د الوتکو د چک او تخنیک برخو کې هم خدمات ښه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېر ۱۴۰۴کال کې د سیستمونو د برښنايي‌کېدو په برخو کې هم کار شوی او ډېری برخې پر پرمختللو ټېکنالوژیو سمبال شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام