د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او ۹۲ مډالونه یې، ګټلې دي.
دغه څرګندونې د یاد ریاست مسوولانو نن شنبه، وږي ۱۷مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه ریاست مسوولانو د معلوماتو له مخې، افغان ورزشکارانو تېرکال د سرو زرو ٢٢، د سپينو زرو ٣٠ او د برونزو ۴۰ مډالونو په ګډون يې، ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي.
دغه ریاست په تېر يوه کال کې د واليبال د درېيم، د وزلوبې لیګ پنځم، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په ترسره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.
افغان ورزشکارانو د اورا اسيا سياليو په څوارلسم پړاو کې پخپل ګډون سره، دويم مقام خپل کړی دی. په یادو سیالیو کې د ۱۲ اسیايي هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې افغان ورزشکارانو پکې د سرو زرو ۹، د سپینو زرو ۴ او د برونزو ۵ مډالونه وګټل او ښه وځلېدل.
د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسئولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې په ۳۵ فدراسیونونو کې ۱۹۱ لوبې څارل شوي او ۴۵۰ ورزشکارانو ته د روزنیزو سمینارونو جوړولو ترڅنګ، اړینې سپارښتنې هم شوي دي.
د ورزشي جوړښتونو پياوړتيا، په بهرنيو سياليو کې د افغان لوبغاړو د ګډون زمینه برابرول، په هېواد کې د سياليو په لار اچول، د پوهنې وزارت او کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ د تفاهم ليک لاسليکول، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو جوړول او د هېواد د رسنيو له لارې د سياليو خپرول؛ په روان کال کې د دغه ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.