لغمان چې د شنو غرونو، طبیعي ځنګلونو او روانو سیندونو له امله د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو او طبیعي سیمو کېږي، ډېری خلک یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بیایي.
د دې ولایت دوه مهم سیندونه علیشنګ او علینګار، د خلکو د ژوند اساسي سرچینې بلل کېږي.
دغه سیندونه د لغمان پراخې کرنیزې ځمکې خړوبوي او زرګونه کورنیو ته د کرنې، مالدارۍ او څښاک اوبه برابروي.
ځایي بزګران وایي، که د دې سیندونو اوبه نه وي، د دوی د حاصلاتو ډېره برخه له منځه ځي.
د الیشنګ پر سیند د پرتو سیمو بزګران وایي، که څه هم له دغه سیند څخه یې کرنیزې ځمکې خړوبیږي، خو د ژمي په موسم کې وچ وي او د دوی په حاصلاتو منفي اغېز کوي.
انصارالله چې خپله ځمکه د الیشنګ له سیند خړوبوي، وايي:
«الیشنګ سیند چې دی دا اوړي کې اوبه ډیرې لري او ژمي کې یې اوبه کمې وي، یا بیخي نهوي، لامل یې دا دی چې خلک ځنګلونه وهي او هغه واورې چې کومې کیږي، ژمي کې هغه ژر ویلې شي او دلته چې بیا کرنیزې ځمکې دي، هغه بیا حاصل نه ورکوي او له حاصلاتو څخه پاتې کیږي.»
ورته مهال د الینګار له سیند څخه د خړوبیدونکو ځمکو بزګران وایي، د الینګار له سیند څخه خپلو ځمکو ته اوبه ورکوي او د زیاتو اوبو په لرلو سره، له خپلې ځمکې درې او څلور فصله حاصلات اخلي.
دوی له دولت څخه د نهرونو او سربندونو د جوړولو غوښتنه هم کوي.
محمدالدین چې د مرکز مهترلام اړوند د «میرحسن بیلې» اوسیدونکی دی وایي چې له سیند څخه ور تېر شوی نهر وخت ناوخت د سیلابونو په دلیل لهمنځه ځي چې په جوړولو کې یې باید حکومت او همکارې مؤسسې کار وکړي.
«د الینګار سیند دی چې مونږ ترې خپل پټي او فصلونه اوبه کوو او چې کله سیلابونه راشي بیا ویالې هم وړي او سربند هم وړي، ځکه دا خو خام دي، دا خو سم جوړ شوي نهدي، له حکومت څخه او مؤسسو څخه مو غوښتنه ده چې مونږ ته کانال جوړ کړي، سربند جوړ کړي، دا ویاله پخه کړي، همدغه اوبه دي چې مونږ له خپلو ځمکو څخه درې څلور فصله حاصل اخلو.»
خو د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي چې په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلون، د بارانونو کموالی، د ځنګلونو پرې کېدل او په غیر منظم ډول د اوبو کارونه د دغو سیندونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی.
د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد توریالی پیغام وایي، د اوبو کانالونه زاړه شوي او د اوبو لویه برخه د کرنیزو ځمکو تر رسېدو مخکې ضایع کېږي.
د هغه په وینا، ناڅاپي سېلابونه هم کله ناکله کرنیزې ځمکې زیانمنوي.
«له کوم ځای څخه چې سیندونه سرچینه اخلي، هلته سیندونه موجود وي او دغه بارانونه او واورې چې کیږي دا د نباتاتو د ریښو په واسطه جذبیږي او وروسته په منظم شکل دا اوبه خوځښت لري او جریان مومي او بل ورسره د ځمکې لاندې اوبه هم راپورته کیږي او که ځنګلونه قطع شي د بارانونو اوبه ځمکې هم ځان سره وړي او کومه ګټه ترې نهشي اخیستل کیدی.»
ورته مهال د لغمان د کرنې ریاست مسوولان وایي چې د اوبو د مدیریت ښه کول، د اوبو لګولو سیستمونو رغول او د ځنګلونو بیا احیا کولی شي چاپیریالي سستم فعال او د دې ستونزو مخه ونیسي.
د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د طبعي سرچینو مدیر محمد شاکر سلاموطندار ته وویل، د خلکو او حکومت ګډه همکاري د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري.
«لغمان د دې دوه سیندونو په اساس یوه خاصه ښکلا ځانته پیدا کړې چې یو د الینګار او بل د الیشنګ سیندونه دي، همدا دواړه سیندونه دي چې د لغمان په سطحه نږدې ۲۵ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او دوه فصله څه چې په ځینو ساحو کې مونږ د همدغه دوه سیندونو په اساس څلور فصله حاصل له في واحد ځمکې څخه اخلو.»
د یادونې ده چې علیشنګ او علینګار سیندونه د لغمان د اقتصادي او چاپېریالي ثبات لپاره مهم عناصر ګڼل کیږي. که د دغو اوبو سرچینو سمه ساتنه او مدیریت ونهشي، نو راتلونکې کې به کرنه، طبیعي چاپېریال او د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ شي.