Asset 1SWN

د برښنا پرچاوي: ښاریان: برښنا چې نه‌وي ماشومان مو نه‌وېده کېږي

14cd2b4cb4656a0d93c46582fb9162b7-scaled

د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي د وروستیو ورځو پرمهال د برښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برښنا ‌لري.

د کابل د نوي‌ښار اوسېدونکی عبدالبصیر سلام‌وطندار ته وايي چې دې وروستیو ورځو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې ورځني ژوند کې ستونزو سره مخ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، یوه شپه او ورځ کې یوازې ۱۲ ساعته برښنا لري. «برښنا چې نه‌وی ماشومان مو نه‌وېده کېږي او ډېر ورسره په ستونزه کې یوو. دوی نه ویده کېږي، ځکه برښنا نشته او کور یخ نه‌دی، څنګه وکړي.؟»

د ننګرهار، هرات او روزګان یوشمېر اوسېدونکي هم دغو ولایتونو کې د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت کوي او له برښنا شرکته غواړي چې د اړتیا وړ برښنا یې تامین کړي.

اکرام د لغمان اوسېدونکی دی او د ایسکریم پلور هټۍ لري. دی وايي، د برښنا نه‌شتون یې، د ایسکریم ماشین له حرکته غورځولی دی. «په یوه شپه او ورځ کې نهه ساعته برښنا نه‌لرو، یوه ورځ کې څو ځله برښنا نه‌وي او کاروبار مو ولاړ دی او خپل لګښتونه نشو پوره کولی.»

د هرات اوسېدونکي عجب‌خان وویل: «په دوبي کې خلک ډېر برښنا ته اړتیا لري او زه ویلی شم چې د ورځې له اتو تر لسو ساعتونو خلک برښنا ته لاسرسی نه‌لري او زه د برښنا له شرکت غواړم چې برښنا برابره کړي.»

په ورته وخت کې د برښنا شرکت مسوولان وايي، د برښنا پرچاوۍ کمولو لپاره پر یو لړ پروګرامونو کار کوي. د برښنا شرکت عملیاتي مشر صفي‌الله احمدزي وویل: «په حقیقت کې اوس مهال له شبرغان څخه تر دشت الوان او د کابل له دشت الوان څخه تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا په برخه کې کار روان دی، موږ هیله لرو چې دا پروژه په ۱۸ میاشتو یا دوو کلونو کې بشپړه شي او ولایتونه به ۲۴ساعته برښنا ولري. پرچاوي به کمه شي او موږ له خلکو غواړو چې د برښنا له زياتې استفادې څخه ډډه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د برښنا شرکت د شمېرو پر بنسټ، افغانستان دامهال ۱۵سوه میګاواټه برښنا ته اړتیا لري، خو دغه شرکت کولی شي ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۹سوه میګاواټه برښنا تامین کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام