Asset 1SWN

د فرانسې فوټبال لوبډلې بریدګر لوبغاړي کېلیان امباپې پوزه ماته شوې

w1280xh966_GettyImages-2157487401

د اروپا ملتونو فوټبال جام سیالیو په لړ کې د اتریش پر وړاندې د لوبې پرمهال د فرانسوي بریدګر لوبغاړي کېلیان امباپې پوزه ماته شوې.

د نوموړي پوزه د اتریش فوټبال ملي لوبډلې دفاعي لوبغاړي کېوېن ډانسو سره د لوبې پرمهال تر لګېدو وروسته ماته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کېلیان امباپې د پوزې له ماتېدو وروسته، کېوین ډانسو پر خپله اېکس‌پاڼه نوموړي ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې او هیله یې ښودلې چې نوموړی به بېرته لوبغالي ته راوګرځي.

هغه لیکلي: «زه هغه «امباپې» ته ښه روغتیا غواړم اوهیله لرم چې هغه ژر تر ژره لوبغالي ته راستون شي. زه بښنه غواړم چې کیلیان ایمباپې زموږ د لوبې له امله ټپي شو.»

فرانسې دغه لوبه ۱-۰ وګټله.

د فرانسې فوټبال فدراسیون ویلي چې امباپې له روغتون راګرځېدلی او د نوموړي روغتیا د ډاډ وړ ده. فدراسیون زیاته کړې چې نوموړی به راتلونکې سیالي کې د پوزې خوندیتوب لپاره ماسک هم وکاروي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

فرانسه به د یاد جام د لوبو په لړ کې راتلونکې جمعه له پیاوړې نیدرلنډز لوبډلې سره سیالي وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام