Asset 1SWN

سلام وطندار

کوېټ په تېروتنه درې امریکايي جېټ‌الوتکې ویشتلي

f-a-18-super-hornet-fires-anti-radiation-missile-engages-target-on-california-island_5

 وال‌سټرېټ ژورنال ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د کویټ جنګي الوتکې په تېروتنه د امریکا درې F-15  جېټ‌الوتکې ویشتلې دي.

د پېښې له لومړنیو راپورونو سره سم، یوې کویټي جنګي الوتکې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د امریکا درې F-15 جنګي الوتکې په تېروتنه ویشتلې دي.

د پېښې له جزئیاتو خبرو سرچینو ویلي چې د کویټ د هوايي ځواک د F/A-18 یوې الوتکې پیلوټ پر امریکايي الوتکو درې توغندي ویشتلي دي. دا معلومات د امریکا د یوه چارواکي له لوري هم تایید شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، درې واړه امریکايي F-15 الوتکې غورځېدلې دي، خو د الوتکو پیلوټان او ورسره ناست عمله (back-seaters) وتوانېدلي چې په خوندي ډول ځانونه د ایجکشن له لارې وباسي.

پوځ ویلي چې د پېښې له امله د انساني تلفاتو راپور نشته.

چارواکي زیاتوي چې د پېښې په اړه لاهم پلټنې روانې دي او تراوسه د توغندیو د توغولو د لامل او شرایطو په اړه وروستۍ پایله نه‌ده اعلان شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام