Asset 1SWN

لوګر کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د کانګفو سیالي پای ته ورسېدې

IMG-20230807-WA0007

 د لوګر د بدني روزنې امریت چارواکي وایي، د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګ او غزني ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د «کانګفو ورزشي» دوه ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدني روزنې امریت مطبوعاتي مسوول مصطفی احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه سیالي د لوګر په کوربتون د شپږو ولایتونو ترمنځ تېره ورځ پیل شوې چې نن پای ته ورسېدې.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

احمدي زیاته کړه چې کوربه لوګر په دې سیالیو کې لومړی، غزني دویم او درېیم مقام هم د پکتیا ورزشکارانو ترلاسه کړ.

د نوموړي په وینا، د یادو سیالیو له جوړېدو یې موخه د کانګفو لوبې وده او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او ښې اړیکې رامنځته کول دي.

بل‌خوا د لوګر د کانګفور ورزش یوه لوبغاړي نوید احمد سلام‌وطندار ته وویل چې په جوړو شویو سیالیو کې له شپږو ولایتونو څخه نږدې سل ورزشکارانو او سلګونه نندارچیانو ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه چې د لوګر کانګفو لوبډلې وکولای شول چې د دغه سیالیو اتلولي خپله کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر په کوربتون د پنځه ولایتونو ترمنځ د ورزش ازادې سیالۍ (فري‌پایټ) وشوې چې د یادو سیالیو اتلولي هم د لوګر ورزشکارانو په خپل نوم کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام