Asset 1SWN

د کندوز اوسېدونکو په ۱،۲ میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ځمکه پېرلې

کندوز ښوونځي ۱

د کندوز د «رستاق‌اباد» سیمې اوسېدونکو د یوه ښوونځي لپاره د میلیون او ۲۰۰زره افغانیو په لګښت ځمکه پېرلې او د یاد ولایت پوهنې ریاست ته یې سپارلې ده.

دغه څلور بیسوې ځمکه کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي چې زده‌کوونکي یې دامهال تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رستاق‌اباد سیمې د ګذر وکیل احمدظاهر هدایت سلا‌م‌وطندار ته ویلي چې دې سیمه کې د ښوونځي ودانۍ رغولو لپاره یې له خلکو پیسې راټولې کړې دي.

نوموړي وویل: «موږ سترې ودانۍ ته اړتیا درلوده چې د نجونو او هلکانو ښوونځی جلا کړي او د همدې لپاره پرېکړه وشوه چې پیسې راټولې کړو، څو ځمکه واخلو او د ښوونځي ودانۍ پراخه او نوې کړو، پوهنې ریاست ته مو وسپارله، البته ټولو مرسته وکړه.»

بل‌خوا د رستاق‌اباد ښوونځي مدیر نجیب‌الله محمدی له مسوولانو غواړي چې یاد ښوونځي سره د تجهیزاتو برابرولو برخه کې همکاري وکړي. «موږ ښوونځي کې لابراتور، کتابتون او پاکې اوبه نه‌لرو. د پوهنې ریاست چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د ښوونځي ستونزو ته جدي پام وکړي.»

د کندوز پوهنې ریاست مسوولان د خلکو له دې هڅې د ستاینې ترڅنګ وايي چې د خلکو په ملاتړ کولای شي، د دغه ولایت د پوهنې پر وړاندې شته ټولې ستونزې حل کړي.

د کندوز د پوهنې امر عبدالحنیف کاکړ وویل: «موږ به هڅه وکړو چې د تشکیلاتو ستونزې حل کړو او هغه کتابونه چې سږکال نوي دغه ولایت ته راغلي، پر زده‌کوونکو یې ووېشو او د ښوونځي په تړاو هم هڅې روانې دي چې ستونزې یې حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د کندوز رستاق‌اباد ښوونځي کې ۳۵۰۰ نجونو او هلکان له لومړي تر دولسم ټولګي پورې پر زده‌کړو بوخت وو، خو د څه باندې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له ښوونځي راګرځول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام