Asset 1SWN

انټرنټ بندېدو ته د خلیلزاد غبرګون؛ که فحشا څخه اندېښنه وي، اسانه فلټر کیږي

زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ځينو ولايتونو کې د نوري فایبر انټرنټ بندېدو ته په اشارې ویلي، که فحشا څخه اندېښنه وي، په اسانۍ فلټر کېدی شي.

هغه تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي: “که رښتیا هم اندېښنه د فحشا په اړه وي، لکه د ډېرو اسلامي هېوادونو په څېر، دا په اسانۍ سره فلټر کېدی شي.”

د هغه په وینا، په اسلامي نړۍ کې ډېر هېوادونه دا کار په همدغه ډول کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خلیلزاد تر دې مخکې ویلي وو، بلخ او نورو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ بندولو پرېکړه «هوښیاره» نه‌ده او اقتصادي چارې به اغېزمنې کړي.

خلیلزاد د دغې پریکړې پر توجیه هم نیوکه کړې او هیله یې ښودلې چې دا پرېکړه به له سره واخیستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام