د کندهار – هرات رېل پټلۍ د سروې او ډېزاین چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې کارونه به یې تر راتلونکو دریو میاشتو بشپړ شي.
د ټولګټو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د کندهار – هرات رېل پټلۍ چې ٧٣٧ کیلومتره اوږدوالی لري، د سروې او ډېزاین چارې یې له تېرو څو میاشتو راهیسې روانې دي.
کندهار کې د ټولګټو وزارت استازي عبدالرحمان مجاهد وویل، دغه پروژه چې د سروې او ډیزاین چارې یې د درېیو کورنیو شرکتونو لهخوا د ۲۶۴ میلیون افغانیو په ارزښت پر مخ وړل کېږي، رغنیز کارونه به یې وروسته پیل شي.
هغه وویل: “د پروژې کارونه د افغان او بهرنیو انجنیرانو لهخوا ترسره کېږي. هڅه کوو چې د نړیوالو معیارونو مطابق دا طرحه بشپړه کړو. کندهار او فراه کې لسګونه ځوانان د دې پروژې له لارې په کار بوخت دي.”
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مسوولان زیاتوي چې د کندهار – هرات رېل پټلۍ به د هرات د خواف له لارې له ایران سره ونښلول شي چې نه یوازې به سوداګریز بهیر اسانه کړي، بلکې د افغانستان د ترانسپورت په نظام کې به ستر بدلون راولي.
مسوولین زیاتوي، چې دا رېل پټلۍ به د هرات د خواف له لارې له ایران سره ونښلول شي، چې نه یوازې به سوداګریز بهیر اسانه کړي، بلکې د افغانستان د ترانسپورت په نظام کې به ستر بدلون راولي.
د کندهار–هرات رېل پټلۍ پروژه چې هم اقتصادي او هم ټولنیز اهمیت لري، د هېواد د زیربنايي پرمختګ لپاره یو لوی ګام بلل کېږي.
د سروې او ډېزاین له بشپړېدو وروسته به د عملي رغنیزو کارونو پیل د دې لامل شي چې هېواد له ایران سره د رېل له لارې ونښلول شي او ورسره به د سوداګرۍ، کارموندنې او سیمهییزې ودې نوی پړاو پرانیستل شي.