Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل اوسېدونکي: سرپرست حکومت دې ۲۰۲۵ کال کې د کار زمینه برابره کړي

بیکاری

د پلازمینې یوشمېر اوسېدونکي هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او له سرپرست کومت څخه غواړي چې په ۲۰۲۵ کال کې ورته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی خطیب‌الله هیله لري چې روان نوي عیسوي کال کې به کاروبار ښه او هېواد کې دې ارامي وي. «کاروبار دې زیات شي، خلک دې ارام وي، اقتصاد دې ښه او ارام دې وي. له اسلامي امارت مې غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پلازمېنې یوه بل اوسېدونکي عصمت‌الله بیا سلام‌وطندار ته وویل: «کاروبار کم شوی او هیله‌مند یم چې سږکال ډېر شرکتونه جوړ شي او خلک غریبي وکړي؛ ډېر وزګاره دي او وضعیت د خلکو ښه نه‌دي او کار نشته.»

بل‌خوا یوشمېر ښځې هم له اسلامي امارت غواړي چې په روان کال کې دوی ته د کار ترڅنګ د زده‌کړو زمینه هم برابره کړي.

د کابل ښار اوسېدونکې نازنین وویل: «که یو هېواد غواړي چې پرمختګ وکړي، باید ښځې هلته ونډه ولري، موږ له اسلامي امارت غواړو چې  ۲۰۲۵کال کې بدلون راولي او ښځو ته د کار ترڅنګ د زده‌کړو کولو زمینه هم برابره کړي.»

د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت د نجونو لپاره د زده‌کړو زمینې برابرېدو په اړه څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې اسلامي امارت پلان لري، د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «اسلامي امارت تراوسه سترې پروژې لاس‌ لاندې نیولي، څو ځوانان په کار شي، پخواني شرکتونه چې له فعالیت لوېدلي وو، بېرته فعال شوي او له صنعت تر ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدو برخو ته پام شوی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالي او له زده کړو څخه د نجونو محروميت له امله يو شمېر ځوانان او کورنۍ له هېواده وتلي او نورو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام