Asset 1SWN

پکتیکا کې خبریالانو اړمنو سره د مرستو لپاره د «خبریال» په نوم بنسټ جوړ کړی

۲

که څه هم هېواد کې خبریالان ګڼو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي، خو د پکتیکا محلي خبریالانو د بې‌وزله خلکو د لاسنیوي او دوی ته د کاري زمینې برابرولو لپاره د «خبریال» په نوم خیریه بنسټ جوړ کړی دی.

د «خبریال» په نوم دغه خیریه بنسټ سره له دې چې بې‌وزلو سره مرستې کوي، هغوی ته یې کوچني کاروبارونه هم جوړ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه بنست مشر عبدالباري نعیمي سلام‌وطندار ته وویل، دغه بنسټ یې له بې‌وزلو سره د مرستو راټولولو سربېره هغوی ته د کاري زمینې برابرولو په موخه رامنځته کړی دی.

نوموړي وویل: «هغه بې‌وزلي سره چې خاص کار د پکتیکا د لرې پرتو سیمو خلک ورسره مخ وو، نو خبریالانو یې وضعیت تر نورو ښه درک کولی شو، موږ خبریالانو مناسبه وبلله ټولو خبریالانو په ګډه چې یو داسې بنسټ ولرو چې د یو چا بد وضعیت باندې راپور او یا ویډیو برابروو خپروو یې نو هغه چا چې بیا غوښتل چې ورسره کمک وکړي، هغوی ته د یو اسان چاري په توګه د یو بنسټ رامنځته کول او له هغې لارې بیا له بېوزلو سره د خوراکي یا نغدي او یا کوچنیو کاروبارونو زمینه سازي کول دي.»

جمال خان هغه څوک دی چې د «خبریال» خیریه بنسټ له‌خوا ورته کوچنی کاروبار برابر شوی دی. هغه چې مېرمن یې معلوله ده او دوه ماشومان لري، سلام‌وطندار ته وویل، د ډېرې بې‌وزلۍ له امله یې خپل کوچنی زوی ښار کې د بوټونو پالش ته اړ کړی و، خو په وینا یې، اوس ورته مرکز ښرنه کې د یاد بنسټ له‌خوا د سرپناه غم خوړل شوی او د کورنۍ د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره ورته یوه کوچنۍ غرفه جوړه شوې ده.

هغه وویل: «د کورنۍ مې مخکې ډېرې ستونزې وې، دې خلکو زما سره ډېر کمک وکړ. دا کور راته دې خیریه بنسټ جوړ کړی، کور یې ودان همدا غرفه هم راته دې خیریه بنسټ جوړه کړه یعنې بیخي په ځمکه لویدلی وم، خو دوی را ولاړ کړم اوس مې د بچیانو لپاره ښایسته روزي پکې پیدا کیږي، یعنې د ورځې سل افغانۍ ګټي اوس بیخي له خدایه راضي یو او ټولو ته دعا کوو.»

عبدالمجید هم له هغو کسانو دی چې ناچارۍ یې ژوند تریخ او د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې خراب و. هغه وایي، له اوږدې مسافرۍ وروسته چې کله هېواد ته راستون شو، ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ و چې وروسته د «خبریال» بنسټ له لوري ورته مرکز ښرنه کې کوچنۍ هټۍ‌ جوړه او اوس خپلې کورنۍ ته له همدې لارې نفقه برابروي.

هغه وویل: «ما مسافري کې ډېر وخت تېر کړی و، دلته بیا له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، خو اوس راسره خبریال خیریه بنسټ ډېره مرسته وکړه. دا زه چې نن په کوم ځای ناست یم یا خپل اولاد ته نفقه پیدا کوم دا د همدې خلکو همکاري ده، د خبریال بنسټ لخوا دوی زما سره ښه مرسته وکړه، چې زه د هغې له لارې اوس خپل اولاد ته یو ګوله ډوډۍ پیدا کوم.»

 د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولان د خبریالانو له‌خوا د دغه ګام پورته کولو څخه هرکلی کوي. د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امین حذیفه له نورو شمتنو هېواد‌والو هم غواړي چې د ناچارو خلکو د لاسنیوي لپاره خپلې مرستې ونه سپموي.

هغه وویل: «د خبریال بنست باره کې دومره ویلی شم چې دا یو ښه کار دی، موږ یې ستایو، له نورو خبریالانو او خلکو مو دا هیله ده چې پکتیکا یو ځوریدلی او پاتې ولایت دی، دوی دې راشي او پکتیکاوالو ته دې خدمت وکړي، موږ ترې منندوی یو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبریال بنسټ مسولان زیاتوي چې تر دې دمه یاد بنسټ سره د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په اندازه بېلابېلې مرستې شوي او دوی پر مستحق کورنیو او خلکو وېشلي او یا یې هم ورته کاري زمینې برابرې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام