د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت ته په اشارې سره وايي چې نوی حکومت لومړی ډز بیا نښه نیسي.
بایډن د سپینې ماڼۍ تر پرېښودو وروسته د لومړي ځل لپاره په شیکاګو کې وینا کړې او د ټرمپ حکومت یې، ننګولی دی. نوموړي د ټرمپ په مشري حکومت باندې سختې نیوکې کړې دي.
بایډن ویلي: «نوي حکومت له سلو کمو ورځو کې پراخې ویجاړۍ او زیانونه رامنځته کړي دي.»
د ټرمپ حکومت بیا د بایډن د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې نوموړی د امریکا ملت ته درواغ وايي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جوبایډن د ولسمشرۍ تر پرېښودو وروسته په غونډو او ناستو کې کم لیدل کېږي او دا لومړی ځل دی چې د معلولانو له حقونو د ملاتړ په غونډه کې راڅرګندېږي.
د ټرمپ اداره هوډ لري چې د اېساېساې یا ټولنیز تامین ادارې لګښتونه کم کړي. دغه اداره شاوخوا ۷۰ میلیونه وګړو ته امتیازونه ورکوي.
اېلن ماسک همداراز غواړي چې په یاده اداره کې شاوخوا ۷۰۰۰ دندې لهمنځه یوسي چې دغه موضوع په امریکا کې پر یوې لویې ستونزې او اندېښنې بدله شوې ده.