د سلاموطندار موندنې ښيي چې په غیر دولتي بنسټونو کې د دندو نهخوندیتوب د ځوانانو له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي.
سلاموطندار په دې راپور کې له ۲۵ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۱۴ یې مېرمنې او یوولس یې نارینه دي. دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې پر غیردولتي بنسټونه کې دنده کوي. ټول مرکه شوي په قراردادي توګه کار کوي او هېڅ یو یې اوسنۍ دنده خوندي نهګڼي.
د هرات اوسېدونکې ۳۰کلنه کبرا هاشمي د یوه غیردولتي بنسټ په مالي برخه کې کار کوي. ۲۴کلنه حمیده بیا د هرات په یوه روغتون کې نرسه ده. دوی وايي چې د قراردادونو لنډمهاله ماهیت او کمو مالي سرچینو ته د بنسټونو تړاو لامل شوی چې د خپلې دندې خوندیتوب په اړه اندېښنه ولري.
کبرا وايي: «زه شاوخوا ۴۰سلنه خپله دنده خوندي بولم؛ مشخص او دایمي قرارداد نهلرم او د بودیجې یا د ادارې د مدیریت په هر کوچني بدلون سره د دندې د له لاسه ورکولو امکان شته. د ادارې پر محدودو مالي سرچینو تکیه او د دندې قراردادي والی د کاري ناامنۍ تر ټولو مهم لاملونه دي. د کور د لګښتونو د یوې برخې د برابرولو د مسوولیت او د درې ماشومانو د لرلو له امله اړ شوی یم له خپل وسه زیات کار وکړم چې دې کار سخت ستړیا او لنډمهاله ناهیلي رامنځته کړې ده.»
حمیده هم وایي: «څو میاشتو وروسته به مې د کار یو کلنه موده بشپړه شي او اندېښنه لرم چې ښايي زما قرارداد تمدید نهشي. دا اندېښنه په ځانګړي ډول هغه وخت زیاته شي چې د قرارداد د پای نېټې ته نږدې کېږو. د دې لپاره چې خپله دنده له لاسه ور نهکړم، له خپل وسه زیات کار مې کړی دی. د عاید ثابت پاتې کېدل له کاري ناامنۍ سره یوځای، دا لامل شوي چې د خپل مسلکي راتلونکي په اړه اندېښمنه شم. د قرارداد تمدید تضمین نهلري او کاري فرصتونه محدود او سیالۍډک دي.»
د دې راپور د موندنو پربنسټ، د پروژو لنډمهالی ماهیت چې ځوانان یې مخته وړي، له دندې زیات کار کول، معاش کې ناڅاپي بدلون، د معاش ورکړه کې ځنډ یا کمښت، له هغو عواملو دي چې د ځوانانو ترمنځ یې د دندې نهخوندیتوب رامنځته کړی دی.
۳۸کلنه ثابته او ۲۶کلن احمد دواړه د کاپیسا اوسېدونکي او یوه غیردولتي بنسټ کې کار کوي، دوی وايي، سره له دې چې ۴۰سلنه خپله دنده خوندي ګڼي، په ځنډ د معاش له ورکړې سره هم مخ دي.
نوموړې وویل: «پخوا به مو په یوه کال کې څو ځله پروژې اخیستلې، خو اوس په یوه کال کې یوازې یو ځل پروژه راکوي. دوه یا درې میاشتې وروسته موږ ته زنګ نهوهي؛ فکر کوم پروژه لغوه شوې او نور وجود نهلري. ان تر هغې چې پروژه پای ته ورسېږي هم، موږ ته معاش نهراکوي؛ لومړی زموږ معلومات (ډاټا) ارزوي او له ارزونې وروسته معاش رالېږي.»
احمد هم وایي: «یو کلن قرارداد مې کړی، شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې زموږ عاید ثابت دی؛ خو په دې وروستیو کې کم هم شوی دی. ځینې وختونه داسې شوي چې یوه میاشت معاش راکړل شوی او بیا دوه میاشتې معاش نهدی راکړل شوی. د معاش له کمېدو سره د انسان اندېښنه د راتلونکي او د کاري خوندیتوب په اړه نوره هم زیاتیږي.»
په دې راپور کې یوشمېر مېرمنې سلاموطندار ته وايي چې د دندې نهخوندیتوب د رواني فشارونو او ان پر دوی یې ناوړه اغېز کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندوز اوسېدونکی ۲۵کلن شېراز وايي: «زموږ تمویل کوونکې یوه مؤسسه ده چې معاشونه ورکوي. زما بست قراردادي دی او شاوخوا ۶۰سلنه کاري امنیت نهلرم. د هرې ورځې په تېرېدو سره مې ویره زیاتېږي، ځکه ورځ تر بلې د خپل قرارداد پای ته نږدې کېږم؛ دا چې تمدید به شي که نه، نامعلومه ده. دغو فکرونو زما پر انګېزه، تمرکز او رواني حالت منفي اغېز کړی، ځکه چې د کور یوازینی نانآور زه یم.»
بلخوا یوشمېر حقوقپوهان د کارکوونکو او کاربرابرونکو ترمنځ شته ننګونو ته په ټينګار سره وايي چې د دې وضعیت مهار او قوانینو پليکولو لپاره د حکومت څار ته اړتیا لري.
حقوقپوهه خدیجه حکیمي وایي: «د کار په قانون کې داسې راغلي چې که یو کس له سهاره تر ماښامه کار کوي، یا له سهار ۸ بجو تر ماښام ۴ بجو پورې، نو کله چې میاشت پوره شي باید معاش یې ورکړل شي. خو بدمرغي دا ده چې دا قانون یوازې د کارکوونکي لپاره تطبیقېږي. که کارکوونکی یوه ورځ ناوخته شي، معاش یې کمېږي؛ خو که معاش پر وخت ورنه کړل شي، له رئیسه هېڅ نه کمېږي. دا چې کارکوونکي څومره موده بېمعاشه کار کړی یا تر خپلې وسې زیات کار کړی، هېڅ په نظر کې نه نیول کېږي.»
یو بل حقوقپوه پرویز خلیلي وایي: «افغانستان کې دوامدار، منظم او سیستماتیک نظارت نه کېږي او دا کار د دې لامل شوی چې د کارفرما لاس خلاص پاتې شي؛ حال دا چې قانون، شریعت او د کار نړیوال قوانین کارفرما دې ته مکلفوي چې د انساني کرامت، حیثیت او ټولنیز عدالت درناوی وکړي، څو په کار کې استثمار، ظلم او د حق ضایع کېدل رامنځته نه شي. دولت باید ځان د کارګر او کارفرما د حقوقي وضعیت د ښه کېدو لپاره مکلف وبولي، په دې برخه کې خپله څارنه او ارزونه زیاته کړي، او د رسنیو، جوماتونو او ښوونځیو له لارې د کارګر او کارفرما ترمنځ انساني او حقوقي، سولهییزې اړیکې رامنځته کړي.»
د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وایي چې د خوندي کاري چاپېریال د رامنځتهکولو او د کاري ستونزو د حل لپاره، د وزارت څارونکي په بېلابېلو سیمو کې هڅې کوي چې کارکوونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي په دې اړه وایي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوند مفتشان هڅه کوي چې د کارګر او کارفرما ترمنځ ښه همغږي رامنځته کړي، د کارګر حقوق وڅاري او په هغه مواردو کې چې کارګر له ستونزې سره مخ وي، د کارفرما لپاره لازمې لارښوونې او مشورې برابرې کړي، څو کارګر له یوه خوندي چاپېریال څخه برخمن شي. د کارګر معاش، امتیازات، تخنیکي امنیت او روغتیا لپاره په بېلابېلو هڅو کار کېږي، او په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کېږي ترڅو ستونزې حل شي.»
افغانستان کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۵کال کې څه باندې ۲۴۰ پروژې په افغانستان کې ځنډول شوي چې دا چاره د ځوانانو د وزګارتیا لامل شوې ده.