د برېل خط نړیوالې ورځې سره هممهاله، هېواد کې یوشمېر نابینایان د ښوونیزو خدمتونو او کاري فرصتونو نهشتون څخه شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی میاشتني حقوق لوړ کړي.
د کابل اوسېدونکی سیر عمري چې په سترګو څه نهشي لیدی، وايي، میاشتنی حقوق یې، یوازې ۳زره افغانۍ دي چې کال کې یوځل ورکول کیږي. دی وايي، یادې پیسې یې د کورنۍ اساسي اړتیاووې نهشي برابرولی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د نابینایانو د معاش ستونزه ده چې ۵۰سلنه ورکول کېږي او پاتې نهورکول کېږي او یا هم پر وخت نهورکول کېږي. کله چې ژمی وي، نابینایان پیسو ته اړتیا لري چې د ژمي په وروستیو کې ورکول کېږي.»
د افغانستان د نابینایانو د ټولنیزو خدماتو موسسې «SSOB» مشر احمدفرید عزیز چې سترګې یې لید نهلري، د نابینایانو لپاره د کاري فرصتونو نهشتون څخه شکایت کوي او وايي، د دغو معلولیت لرونکو میاشتني حقوق کم دي.
ده له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نابینایانو د حقونو زیاتولو او ټولنه کې د هغوی فعاله حضور ته زمینه برابره کړي. «د معلولانو د حقوقو لوړو برخې ته دې پام وشي او معلولانو ته دې د کار زمینه برابره شي او د ټولنې سالمو کسانو په څېر دې وپېژندل شي او ادارو کې دې وګومارل شي، څو له استعدادونو یې ګټه واخیستل شي.»
محمدحسین هم هغه څوک دی چې په سترګو څه نه ویني. دی ټولنه کې له نابینایانو سره د خلکو ناسم چلن څخه شکایت کوي او وايي، د تحصیل کړیو نابینایانو لپاره د کار زمینه نه ده برابره شوې.
هغه وویل: «نابینایان ډېرو ستونزو سره مخ دي، فرهنګي، تحصیلي او ښوونیزې ستونزې لري او ګڼو ولایتونو کې زدهکړو ته لاسرسی نهلري، هغوی چې زدهکړې کړي، د کار زمینه ورته نده برابره او له ا.ا غواړو چې د کار زمینه ورته برابره کړي.»
د تخنیکي او مسلیکي زدهکړو ادارې مسوولان وايي، دامهال دامهال د نابینایانو لپاره د زدهکړو ۲۰ ښوونځي فعاله دي چې په کې ۹۴۰ نارینه تر لېسې او ۴۰۰ نجونې تر شپږم ټولګي پورې زدهکړې کوي.
د دغې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو امر محمد عثمان الماس وویل، دغو ښوونځیو کې نابینایانو ته د عصري علومو ترڅنګ، د لاسي صنایعو په څېر حرفهيي زدهکړې هم ورکول کیږي.
نوموړي وویل: «د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په چوکاټ کې د ځانګړو زدهکړو ۲۰ مرکزونه شتون لري چې کابل کې انسټیټیوټ لرو، هرات کې ورته یوه لېسه لرو او ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه لرو چې د معلولو او کڼو لپاره دي.»
د جنوري ۴مه ۲۰۱۸ کال کې د ملګروملتونو له لوري د برېل خط نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه او له هغې راهیسې دغه ورځ هرکال د برېل خطر ارزښت په اړه د پوهاوي ورکولو په موخه نمانځل کیږي.