د جاپان حکومت هغه کس ته چې نږدې ۵۰ کاله وړاندې د قتل په قضیه کې پر اعدام محکوم شوی و، ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي.
۸۸کلن ایوایو هاکامادا په ۱۹۶۸کال کې د خپل رییس، د نوموړي مېرمنې او دوو ماشومانو په وژنه تورن پېژندل شوی او له هغه وخت راهیسې د اعدام حکم ته په تمه و.
هاکامادا چې د یوه مسلکي سوکوهونکي په توګه پېژندل کېږي، په ۱۹۶۶کال کې د سویا تولید کارخونه کې کار کاوه. دغه خواړه د جاپان مشهوره خواړه دي او نړیوال شهرت لري.
په همدغه کال د یادې کارخونې مالک، مېرمنې او دوو اولادونو جسدونه د توکیو لوېدیځ د نوموړي په کور کې پیدا شول.
هغه مهال پولیسو ویلي و چې څلور واړه کسان د چړې په وسیله وژل شوي دي. پولیسو هاکامادا د یادې کورنۍ پر وژنه او د ۲۰۰زره ین پیسو د غلا په تور تورن کړی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
که څه هم هاکامادا په لومړیو کې د یادې کورنۍ له وژنې انکار وکړ، خو وروسته د وهلو او ډبولو له کبله، په جبري توګه اعتراف وکړ.
په ۱۹۶۸ کتال کې نوموړی پر دې وژنې تورن وپېژندل شو او په اعدام محکوم شو. هغه په ۲۰۱۴کال کې د ناوړه روغتیايي وضعیت له امله له زندان بهر شو او له هغه راهیسې یې، سرپرستي، د خور له لوري کېږي.
نوموړي تېرکال بیا محکمه کې له دې قضیې برات ترلاسه کړ.
د هاکامادا قضیه چې د جاپان هېواد تر ټولو لویه حقوقي قضیه پېژندل شوې، حکومت اوس نوموړي ته د هرې ورځې بند کې ۸۳ ډالر ورکوي چې د ۴۶ کلونو بند په بدل کې به ۱.۴۴ میلیونه ډالر ترلاسه کړي.