د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له اېټالیا څخه د یوې ښځې په ګډون دوه سیلانیان ورغلي دي.
د مسوولانو په وینا، دغه سیلانیان به د یاد ولایت سیاحتي او طبیعي سیمو څخه لیدنه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده جمعه د وږي درېیمه سلاموطندار ته ویلي چې سیلانیان د سولې سمبول دي او په وینا یې، د هېوادونو ترمنځ د فرهنګي تبادلې زمینه برابروي.
د پنجشېر د اطلاعات او فرهنګ رییس ټينګار کړی چې دغه ولایت کې به د بهرنیو سیالانو لپاره د حکومت له تګلارو سره سم اسانتیاوې برابروي او امنیت به یې نیسي.
هغه همداراز زیاته کړه هڅه به وکړي چې دغه ولایت ته نور کورني او بهرني سیلانیان هم ورمات کړي.
له هغه وخت راهیسې چې ا.ا بیا واکمن شوی د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ګڼشمېر سیلانیان د هېواد بېلابېلو سیمو ته د چکر لپاره راغلي دي.
د چارواکو په وینا، له بهرنیو سیلانیانو سربېره په کور دننه د کورني سلانیانو شمېر هم د پام وړ زیات شوی چې د تېر اختر پر مهال یوازې د پکتیا ځاځياریوب ولسوالي ته شاوخوا ۷۰زره سیلانیان ورغلي وو.
افغانستان د چکر او سیاحت لپاره ښکلې هوا او طبیعي منظرې لري، خو په تېرو کلونو او اوس کې سیاحتي سیمو کې د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو نشتون او د سیاحت برخه کې د ځانګړې تګلارې نشتون لامل شوی چې تر ډېره دغه ښکلاوې د سیلانیانو له سترګو پټې پاتې شي.