Asset 1SWN

سلام وطندار

پر ایران د اسراییلو برید؛ ټرمپ: عالي دی

ډونالډ ټرمپ

پر ایران د اسراییلو له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل دریځ بدل کړی او دغه برید یې، ستایلی دی.

نوموړي له دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بیامین نتن‌یاهو ته خبرداری ورکړی و چې پر ایران له برید لاس واخلي.

ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروټ میډیا» پر ایران د اسراییلو برید «عالي» بللی او ایران یې، د دغه برید له امله تورن کړی دی.

ټرمپ همداراز پر ایران تور لګولی چې د اټومي وسلو په تړاو یې، هوکړه ونه‌منله او په وینا یې، له دې امله پرې برید شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امریکا ولسمشر ټينګار کړی چې ایران باید ژر تر ژره د خبرو مېز ته راوګرځي او د اټومي وسلو په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي.

ایران بیا د اسراییلو له برید وروسته، له امریکا سره د اټومي وسلو په تړاو خبرې بې‌مانا بللي دي.

ټاکل شوې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د عمان پلازمېنې مسقط کې د اټومي وسلو په تړاو شپږم پړاو خبرې سبا یکشنبه، غبرګولي ۲۵مه، پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام