د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د لبنان سوېل کې د جګړې پرمهال یې یو سرتېری وژل شوی دی.
پوځ ویلي چې وژل شوی سرتېری موسى یتسحاق هاکوهین کاتز نومېده او د لبنان په سوېل کې د جګړې پرمهال وژل شوی دی.
د پوځ د معلوماتو له مخې، په همدې نښته کې درې نور اسراییلي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې اسراییل د لبنان سوېل کې خپل ځمکنی عملیات پراخ کړي دي.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د دې عملیاتو هدف د سرحدي سیمې په اوږدو کې د «حایل زون» جوړول دي.