د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې له حماس ډلې سره په نښته کې یې، یو سرتېری وژل شوی دی او یو بل ټپي دی.
په یوه بیان کې د اسراییلو پوځ د دغه سرتیري نوم الون فارکاس یاد کړ چې د اسراییلو په شمال کې د کبري کبوتز سیمې اوسېدونکی دی.
۲۷کلن فارکاس ریزرف سرتېری او د ۶۶۴۶ کشفي کنډک غړی و چې د غزې شمال کې له حماس سره نښته کې وژل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسراییلو پوځ همداراز ویلي چې د همدې قطعې یو بل ریزرف عسکر په نښتو کې سخت ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
دا په نږدې دوو ورځو کې څلورم اسراییلی سرتېری دی چې غزه کې له حماس سره په نښته کې وژل کېږي.
اسراییلو په دې وروستیو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې عملیات پراخ کړي او له حماس ډلې سره سختې نښتې روانې دي.