د غزې د مرکزي سیمې اړوند نتزاریم بندر کې د اسراییلي ځواکونو د ډزو پرمهال ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن «جمعه، جون۲۰» راپور ورکړی چې دغه مرګژوبله هغه مهال رامنځته شوې چې اسراییلي ځواکونو پر مرسته ترلاسه کوونکو ډزې وکړې.
الجزیرې د دیرالبلاح د العوده روغتون کې د یوې روغتیايي سرچینې له قوله ویلي چې تراوسه په دې برید کې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ورته مهال غزه کې یوې سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي چې له بېګاه ناوخته راهیسې د غزې په بېلابېلو سمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې شخړې راهیسې په غزه کې تر ډېره اسراییلي ځواکونه هغه کسانو باندې ډزې کوي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو وېش مرکزونو ته ورټولېږي.
څو ورځې وړاندې هم د غزې د بشردوستانه مرستو وېش مرکز مخې ته پر ورټولو شویو خلکو د اسراییلي ځواکونو د ډزو له کبله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.