د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی او تازه یې غزې ښار کې د ښوونځي پر یوه پناه ځای بمبار کړی.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی چې سوځېدلی دی.
همدارنګه تېره ورځ هم پر غزې د اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونو کې ٣٢ کسان وژل او لسګونه نور ژوبل شوي وو.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، له ۱۸ میاشتو راهیسې پر غزې د اسرائیل بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ زره ۲۶۶ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۱۶ زره ۹۹۱ زیات ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روانې جګړې له امله سلګونه زره کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو بېځایه شوي او د بېځایه شویو په کمپونو کې تر خېمو لاندې د اسراییلو د بریدونو تر وېرې لاندې ژوند کوي.
د کلابندۍ له امله زرګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي او مېشت مرستندویه بنسټونه د بېړنیو مرستو غوښتنې لري.



