د خوندیتوب کمېټه وايي چې پر غزې د اسراییلو بریدونو راهیسې تراوسه ۴۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ چې له هغه وخت راهیسې اسراییلو د یادې ډلې د لهمنځه وړو په موخه پر غزې پراخ بریدونه پیل کړې دي.
رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه د نومبر ۲۰مه د خبریالانو خوندیتوب کمېټې «CPJ» له قوله راپور ورکړی چې په وژل شویو خبریالانو کې ۴۳ یې فلسطیني، څلور یې اسراییلي او یو لبنانی خبریال شامل دي.
په راپور کې ویل شوي چې تازه پرون یکشنبه غزه کې د یوې رسنۍ مسوول او تېره اوونۍ د اسراییلو بریدونو کې دوه خبریالان وژل شوي دي.
اسراییلو د تازه وژل شویو درېوو خبریالانو په اړه څه نهدي ویلي. خو له دې وړاندې یې ویلي و چې غزه کې یې بریدونه یوازې د حماس ډلې لهمنځه وړو لپاره دي او په وینا یې، راتلونکې کې به فردي پېښو ته رسېدنه وکړي.
د رویټرز خبري اژانس راپور کې ویل شوي چې د اسراییلو پوځي چارواکو ژمنه کړې وه، څو نښتو کې به د ملکیانو ژوند ته پام کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پر غزې د اسراییلو برید راهیسې دغلته وضعیت کړکېچن دی او تر دې مهاله زرګونه فلسطینیان د اسراییلو بریدونو کې وژل شوي، ټپیان شوي او زرګونه نور بیا د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.