Asset 1SWN

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

240119134508-01-israel-gaza-gallery-update

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې خبرې شبکې د راپور له مخې، دغه کسان د نصیرات کډوالو کمپ، زیتون او شیخ‌ رضوان سیمو کې د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نصیرات کمپ کې لس او پاتې لس کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، زیتون او شیخ رضوان سیمو کې مړه شوې دي.

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، تراوسه څه باندې ۴۱۲۲۶ کسان مړه شوي او څه باندې ۹۵۴۱۳ کسان هم ټپیان شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې سربېره د اسرییلي ځواکونو له‌خوا میلیونونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او زرګونه فلسطینیان بیا د اسراییلو زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام