Asset 1SWN

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې ۸۹۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

A picture taken on July 20, 2018 shows a fireball exploding in Gaza City during Israeli bombardment.

Israeli aircraft and tanks hit targets throughout the Gaza Strip on July 20 after shots were fired at troops along the border, the army said, with Gaza's health ministry reporting three Palestinians killed.  / AFP PHOTO / BASHAR TALEBBASHAR TALEB/AFP/Getty Images

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو له لوري حماس سره د اوربند له ماتولو وروسته د پیل شویو بریدونو له امله تر دې مهاله ۸۹۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوربند چې د اسراییلو له لوري د مارچ پر ۱۸مه مات شو، د روانو بریدونو له امله ۱۹۸۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

په مړو شویو او ټپیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي. په ورته مهال د اسراییلو ګڼ‌شمېر سرتېري یو ځل بیا د بریدونو تازه څپو پیل سره بېرته غزې ته ستانه شوي دي.

د یادو بریدونو له کبله غزه کې هغه کسان بېرته د بې‌ځایه کېدو له وېرې سره مخ دي چې د شوي اوربند له مخې، خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۵۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز غزه کې چارواکي وايي چې په اټکلیزه توګه څه باندې ۶۰زره کسان لاهم د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او ډبرو لاندې دي.

د اسراییلو بریدونو کې له ۱۰۰زره ډېر فلسطینیان ټپیان شوي هم دي او میلیونونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام