Asset 1SWN

د اسراییلو بریدونه؛ خان‌یونس کې پنځه کسان مړه شوي

غزه

د غزې په خان یونس کې د اسراییلو ځواکونو د جېټ‌الوتکو په بریدونو کې د یوې کورنۍ پنځه غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیري خبري شبکې نن پنج‌شنبه، اکتوبر لسمه راپور ورکړی چې دغه کورنۍ د غزې سوېل د خان یونس په «الفخري» سیمه کې په نښه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسراییلي ځواکونو جېټ‌الوتکو پر دې کور بمباري کړې چې د یادې کورنۍ، مور، پلار، د اووه میاشتنۍ ماشومې په ګډون درېوو ماشومانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل‌خوا د غزې په جبالیه کډوالو کمپ کې هم د اسراییلو په بریدونو کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د غزې شمال کې د اسراییلي ځواکونو د کلابندۍ له امله ملګري ملتونه اړ شوي چې دې سیمو کې روغتونونه او ښوونځي وتړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې خپل برید پیل کړی، د بریدونو له امله ۴۲۰۱۰ کسان وژل شوي او نږدې ۹۸زره کسان ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام