د غزې په خان یونس کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي برید پرمهال لږترلږه ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې برید کې یوشمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
برید د خان یونس پر یوه ښوونځي شوی چې د جګړې له کبله ګڼو کورنیو پهکې پناه اخیستې وه.
د غزې په ګڼو سیمو کې د جګړو له کبله زرګونه کسان ښوونځیو او نورو عامه ودانیو کې مېشت دي چې ډېری وخت د اسراییلو تر برید لاندې راځي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روغتیايي چارواکي وايي چې په دې هوايي برید کې ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییلو په بریدونو کې تر دې مهاله لږترلږه ۵۴،۵۱۰ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲۴،۹۰۱ نور بیا ټپیان شوي دي.
همداراز غزه کې د روانو جګړو له کبله زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي او د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ، د خوړو له کمښت سره مخ دي.