Asset 1SWN

سلام وطندار

 لبنان کې د اسراییلو برید؛ څلور کسان وژل شوي

لبنان

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد په سوېل کې د اسراییلو د هوایي برید له امله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دا برید هغه مهال شوی چې یوې اسراییلي بې‌پېلوټه الوتکې د لبنان سوېل د نبطیه ولایت په کفررمان ښارګوټي کې یو موټر په نښه کړ.

د لبنان رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه شاوخوا د شپې لس نیمې بجې رامنځته شوې چې د کفررمان ښارګوټي ختیځه څنډه کې یو سپورتی موټر د هدایت‌کېدونکي توغندي له لوري په نښه شوی دی.

د روغتیا وزارت وايي، دا تازه برید د اسراییلو له‌خوا د تېرو اوونیو پرله‌پسې بریدونو دوام دی چې د اکتوبر میاشتې په اوږدو کې یې لږترلږه ۲۶ لبنانیان یې وژلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه برید څو ساعته وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ځانګړي استازي تام باراک د شنبې پر ورځ لبنان ته د سفر پرمهال له لبناني چارواکو وغوښتل چې له اسراییلو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مستقیمې خبرې پیل کړي.

په ورته وخت کې، د لبنان ولسمشر جوزف عون د جمعې پر ورځ اسراییل تورن کړ چې د هوایي بریدونو د زیاتوالي له لارې د بیروت د سولې غوښتنو ته جګړه‌ییز ځواب ورکړی دی.

لبنان اسراییل تورنوي چې د ۲۰۲۳ د نومبر د ۲۷مې د اوربند تړون یې له پامه غورځولی، ځکه لاهم بریدونه کوي او خپل ځواکونه د لبنان په خاوره کې ساتي؛ خو اسراییل ادعا کوي چې حزب‌الله هڅه کوي خپلې نظامي وړتیاوې بېرته ورغوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام