د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې اوسیدونکو ته به له نن یکشنبې ورځې خیمې او نور د سرپناه تجهیزات ورکړل شي، څو هغوی له جنګي سیمو سویل ته ولېږدول شي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د اسرایيل پوځ د غزې د شمالي سیمو تخلیه کولو ته چې شاوخوا ۲.۲ میلیون وګړي په کې اوسیږي، چمتوالی نیسي.
اسراییل ادعا کوي د عامو خلکو خوندیتوب لپاره دغه سیمه تخلیه کوي.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم تر دې وړاندې ویلي وو، د برید له پیل وړاندې به ملکي وګړي له غزې ښاره هغه ځای ته چې هغه یې “خوندي سیمې” بولي، انتقال شي.
اسراییل وروسته له هغې دغه پرېکړه کوي چې امنیتي کابینې یې څه موده مخکې د غزې ښار د بشپړ کنټرول طرحه تایید کړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر سویلي سیمو ته د اسراییلو له لوري د ملکیانو لېږدولو په پلانونو اندیښنه څرګنده کړې او ویلي، دا به یوازې کړاوونه زیات کړي.
ملګرو ملتونو مخکې هم خبرداری ورکړی چې زرګونه کورنۍ په بد بشري وضعیت کې دي او د غزې ښار د تخلیې کولو پلان کولی شي هغوی د ناورین تر څنډې ورسوي.
د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشت کې پیل شوه چې څه باندې ۶۰ زره فلسطیان پکې وژل شوي او له ۱۵۰ زرو زیات ټپیان دي.
همدا راز اسراییل کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او د یرغمل شویو له ډلې لسګونه لا هم حماس سره برمته دي.