د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د دوی ۹۱مې لېوا د لبنان په سوېلي سیمو کې ځمکني پوځي عملیات پیل کړي، څو د دوی په وینا «مخکینۍ دفاعي ساحه» پراخه کړي.
د اسراییلو پوځ پر خپله اېکسپاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا عملیات په وروستیو ورځو کې پیل شوي دي. د پوځ په وینا، د عملیاتو هدف د حزبالله پوځي تاسیساتو لهمنځه وړل، احتمالي ګواښونه لرې کول او د لبنان پولې ته نږدې د اسراییلو اوسېدونکو لپاره د امنیتي کمربند رامنځته کول دي.
بل لور ته، د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې د اسراییلو بریدونو لږترلږه ۸۵۰ کسان وژلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د وزارت د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۶۶ ښځې، ۱۰۷ ماشومان او ۳۲ روغتیايي کارکوونکي شامل دي.
همدارنګه ویل شوي چې ۲۱۰۵ کسان ټپیان شوي او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر خلک د جګړو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تر اوسه د روانو عملیاتو د دوام او احتمالي پراخېدو په اړه نور تفصیلي معلومات نه دي ورکړل شوي.