Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییلو په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي

Qalawayeh, LEBANON: A model of a Katyusha rocket launcher erected by Hezbollah militants is seen in the southern Lebasnese village of Qalawayeh 06 July 2007. A year after the Israel-Hezbollah war which battered Lebanon, much of the infrastructure has been restored but the rebuilding of homes has been slow and the services sector remains stagnant.  AFP PHOTO/MARWAN NAAMANI (Photo credit should read MARWAN NAAMANI/AFP/Getty Images)

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې له لبنان څخه د یاد هېواد پر یو‌شمېر سیمو د ټانک ضد توغندي وروېشتل شوې دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې حزب‌الله پر اسراییلو ۲۰ توغندي، توغولي چې ډېری یې، د اسراییلو له لوري شنډ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادو بریدونو په غبرګون کې د اسراییلو جت الوتکو او توپ‌خانو لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د اسراییلو د پوځ په بیان کې راغلي چې بریدونه د لبنان سوېل، په چیهین، طیبه، بلیدا، میس‌الجبل، عیتارون او ک‌فرکیله سیمو کې شوې دي.

د حزب‌الله له‌خوا د وېشتل شویو توغندیو له ډلې، لس هغه یې، د اشغال شوي جولان لوړو په هرمون سیمه کې لګېدلي دي. دغلته د اسراییلو څارونکې، جاسوسي او د هوايي دفاع مهم بنسټونه شتون لري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پر غزې د اسراییلو د برید پیل راهیسې لبنان پر اسراییلو زرګونه توغندي وېشتلي او په ځواب کې یې، اسراییلو د یاد ډلې پر مرکزونو بریدونه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام