Asset 1SWN

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

توغندی-توغندیز-حوثیان-راکیت

د اسراییلو پوځ وایي چې د یمن له خاورې توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی. د پوځ په وینا، دغه توغندی د هوايي دفاعي سېستم په مرسته په فضا کې له‌منځه وړل شوی او هېڅ ډول زیان یې نه‌دی اړولی.

تر اوسه د یمن حوثي ډلې چې د دغه هېواد شمالي سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري، په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي. حوثي ډلې په تېرو میاشتو کې د اسراییل پر لور ګڼ‌شمېر توغندي او ډرون بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه د فلسطینیانو په ملاتړ او د اسراییلي پوځ د غزې پر وړاندې عملیاتو ته د ځواب په توګه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حوثیان چې د ایران نږدې متحد بلل کېږي، وخت ناوخت د اسراییل او د هغه د لوېدیځو متحدینو پر وړاندې بریدونه اعلانوي.

د سیمې څارونکي وایي، د یمن جګړه اوس له سیمه‌ییزو کړکېچونو څخه ورهاخوا د منځني ختیځ د پراخو شخړو برخه ګرځېدلې ده. د اسراییل پوځ وایي، خپلو دفاعي تدابیرو ته به دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام