Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییل د غزې له ځینو سیمو د سرتېرو اېستل پیل کړي

اسراییل پوځیان غزې څخه وتل

اسراییل د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو د تړون له تصویب وروسته، د غزې له ځینو برخو څخه د سرتېرو وتل پیل کړل.

نړیوالو رسنیو نن (جمعه، میزان ۱۸) راپور ورکړی چې حماس سره د اوربند تړون له مخې د غزې له ځینو برخو د اسراییلي ځواکونو د وتلو په پیل سره، د غزې اوسېدونکو هم له شاوخوا دوو کلونو جګړې وروسته، بیرته خپلو سیمو ته ستنېدل پیل کړي.

د غزې ښار د «شیخ رضوان» سیمه کې ۴۰ کلن اسماعیل زیدا ویلي، «شکر دی چې زما کور لاهم ولاړ دی، خو سیمه مو ویجاړه شوې، زما د ګاونډیانو کورونه ویجاړ شوي، هرڅه له منځه تللي.»

د اسراییل او حماس ترمنځ غزه کې د اوربند هوکړې له مخې، د اسراییل پوځ ۲۴ ساعته وخت لري چې موافقه شوې کرښې ته وګرځي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییل د دفاع بیا ویلي چې اټکل کیږي سرتیري به په ځایي وخت تر غرمې پورې دغو پوستو ته ورسیږي.

د اسراییل حکومت د جمعې په لومړیو ساعتونو کې حماس سره اوربند تصویب کړ چې په ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د جګړې بندولو او له هغې وروسته په ۷۲ ساعتونو کې د اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو ته لاره هواره‌وي.

غزه کې پر اوربند داسې مهال هوکړه کیږي چې د راپورونو پر اساس، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د حماس او اسرایل ترمنځ جګړه کې ۶۷ زره او ۱۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۶۹ زره او ۸۴۱ نور ټپیان دي.

همدارنګه زرګونه کسان نور تر ورانو شویو ودانیو لاندې بند پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام