Asset 1SWN

اسراییلو او حماس پر څلور ورځني اوربند هوکړه وکړه

israel-palestinian-flagsAP08100306412

د اسراییلو حکومت او حماس ډلې د یو‌شمېر یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره پر څلور ورځني اوربند هوکړه کړې ده.

د اسراییلو حکومت له هوکړې سره هم‌مهاله ویلي، دې موده کې به جګړه درېدلې وي او د حماس ډلې له‌خوا به ۵۰  نیول شوي کسان ازاد کړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسراییلو د کابینې له ۳۸ غړیو یوازې درېوو کسانو دې هوکړې ته منفي رایه ورکړه او پاتې ټولو غړیو د اوربند هوکړې د پلي‌ کېدو غوښتونکي وو.

د الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه د نومبر ۲۲مه په یوه راپور کې ویلي، د اسراییلو او حماس ترمنځ د لنډمهاله اوربند او د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو د خبرو منځ‌ګړیتوب قطر پر غاړه درلود.

د اسراییلو د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د اوربند د غځېدو شونتیا شته او دا شونتیا د نیول شویو کسانو خوشې کېدو پورې اړه لري.

د خبرپاڼې له مخې، که حماس ډله هر لس یرغمل شوي کسان ازاد کړي، اوربند به یوه ورځ نور هم وغځول شي. اسراییلو د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

بل‌خوا د حماس ډلې له لوري په یوې خبرپاڼه ویل شوي چې د اسراییلو له بند‌خونو د ۱۵۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ یرغمل شوي، ازادوي.

د شوي اوربند پر بنسټ به اسراییل غزه کې ټول پوځي اقدامات ودروي او د بشردوستانه مرستو لارو ته به اجازه ورکړل شي، څو روغتونونو ته طبي امکانات او تېل ورسوي.

د جګړې له پیله دغه لومړی اوربند داسې مهال کېږي چې اسراییلي ځواکونو د غزې د ۲،۳ میلیونه فلسطیني وګړو ښار کلابند کړی دی.

د فلسطیني چارواکو په وینا، پر غزې د اسراییلو برید راهیسې ۱۴۱۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملګروملتونو بیا ویلي، شاوخوا ۱،۷ میلیونه فلسطیني وګړي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي. پر اسراییلو د حماس ډلې برید پایله کې بیا ۱۲۰۰ اسراییلي وګړي هم وژل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام