Asset 1SWN

اسلامي امارت: افغانستان کې هېڅ نظامي ډلې ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوو

ARG-ارګ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دُراني سه‌شنبه اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي، له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ پنځه ګاونډي هېوادونه چې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان او اوزبکستان په‌کې شاملیږي، اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان یا «ټي‌ټي‌پي» د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده. خو سرپرست حکومت د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، له افغان خاورې به هېڅ کله هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم ګواښ پېښ نه‌شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «له افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو هېڅ ګواښ نشته. افغانستان هېڅ نظامي ډلې ته په کور دننه د فعالیت اجازه نه‌ورکوي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر ټوله اراضي ولکه لري او دې برخه کې اندېښنې بې‌ځایه ډي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني کابل کې د «کار ملي کنفرانس» غونډه کې، د افغانستان د امنیت په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې اوازې بللې او ټینګار یې کړی چې افغانستان کې هیڅ‌ډول امنیتي ننګونه نشته.

نوموړي ویلي: «تاسو ته ډاډ درکوم، هغه امنیت چې افغانستان کې دی، د نړۍ په ډېرو برخو کې نشته. موږ د امکاناتو له اړخه کمزوري یوو، خو امنیت لرو چې ډېرو هېوادونو کې نشته.»

له دې سره د چارو یوشمېر کارپوهان وایي، پاکستان هڅه کوي له ترهګرۍ او امنیتي مسایلو د افغانستان پر ضد ګټه پورته کړي. د دوی په وینا، پاکستان غواړي نړیوالې ټولنې ته د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي او په دې توګه خپلې ګټې خوندي وساتي.

د سیاسي چارو کارپوه اکبر سیال وویل: «پاکستان غواړي په نړیواله کچه افغانستان بې‌باوره کړي. بله موضوع دا ده، پاکستان چې د کومو هېوادونو نومونه اخیستي، هغه هېوادونه افغانستان سره ښې اړیکې لري، که شکایت لري، د پاکستان له لارې یې نه‌وايي، بلکې د سفارت‌خونو او بهرنیو چارو وزارت له‌ لوري افغانستان سره شریکېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان له تېرو درېيو کلونو راهيسې د افغانستان په اړه داسې څرګندونې مطرح کړي چې وخت نا وخته د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د لفظي شخړو لامل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام