ارګ نن (سېشنبه، جوزا شپږمه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د کابینې یوویشتمه غونډه تېره ورځ د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابینې دغه غونډه کې د هېواد په اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابینې غونډه کې د سړک غاړو ته د توکو پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د ۴۰ سلنې فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ ګڼل شوې.
یاده غونډه کې د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور هم تایید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه خپلې چارې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب او مخ ته یوسي.