د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي قرغزستان ته د سفر پرمهال د هغه هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر باکیت صدیکوف سره لیدلي.
بیشکیک کې د افغانستان سفارت تېره ورځ ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو مسايلو بحث او خبرې کړي.
همدارنګه دواړو لورویو د سوداګرۍ په برخه کې دوه مهم سندونه هم لاسلیک کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټاکل شوې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دغه سفر په لړ کې قرغیزستاني چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ، په ایسیک-کول اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.
د یادونې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ قرغیزستان ته سفر وکړ.