Asset 1SWN

اسلامي امارت: د امربالمعروف قانون به د منکراتو مخنیوي کې مرسته وکړي

GVggrDUXUAAuZRx

د اسلامي امارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د امربالمعروف وزارت توشیح شوی قانون به د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د امربالمعروف او نهې ‌عن‌المنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق وویل، د دغه وزارت شرعي قانون چې د ا.ا د مشرتابه له لوري توشېح او د عدلیې وزارت له‌خوا رسمي جریده کې خپور شوی، موخه یې د دغه وزارت د اړوند چارو ترڅنګ، د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمول دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه، یاد شرعي قانون ولایتونو کې د دغه وزارت ریاستونو ته استول شوی او د امربالمعروف وزارت ټول کارکوونکي به یې، پر بنسټ خپلې دندې مخ ته یوسي.

نوموړي همداراز چې د یاد شرعي قانون د ښه تفهیم او توضیح لپاره به، د دغه وزارت د محتسبینو د تعلیم او تربیې ریاست سیمینارونه هم جوړ کړي او هغوی ته پر یاد قانون د عمل کولو د څرنګوالي په اړه لازمې لارښونې وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امربالمعروف وزارت ویاند ډاډ ورکړ چې دغه وزارت قانون به د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام