Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره ۱.۵ میلیارد افغانۍ ځانګړې کړي

افغان کډوال ایران اسلام‌کلا هرات

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د هرات اسلام‌کلا پولې څخه د لیدنې پرمهال ویلي، سرپرست حکومت بیرته راستنېدونکو ته د خدماتو رسولو او موقت سرپناه جوړولو لپاره یو نیم میلیارد افغانۍ ځانګړې کړي.

هغه وویل، دې وروستیو اونیو کې له ایرانه د بیرته راستنو شویو کډوالو شمېر شاوخوا نیم میلیون ته رسیږي.

هغه زیاتوي چې اسلام‌کلا بندر کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او د حکومت خدماتي کمیټې بیرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو په حال کې دي.

د کډوالو چارو ته د رسېدو کمیټې مسوولانو په وینا، هره ورځ د هرات اسلام‌کلا له لارې ایران څخه څه باندې ۳۰ زره افغانان هېواد ته راستنیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له ایرانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د را ایستلو پر مهال دې هغوی سره له سپکاوي چلند ډډه وکړي.

د یادونې ده چې د ملګروملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د جون تر پای پورې، شاوخوا ۹۴۹ زره افغانان له ایران او پاکستانه راستانه شوي چې له دې ډلې، ۷۴۱ زره له ایران او ۲۰۸ زره نور له پاکستانه په زوره اېستل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام