د کرېکټ شل اووره نړیوال جام لومړي پړاو سیالیو له «بې» ګروپ څخه ایرلنډ لوبډلې د کارټېس کمفر د ښکلې لوبې پرمټ وکولای شوای چې سکاټلنډ ته په یوې په زړه پورې سیالي کې په شپږو وېکټو ماته ورکړي.
سکاټلنډ لوبډلې دغه سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ایرلنډ ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.
د سکاټلنډ لپاره په توپوهنه کې مېچل جونز ښکلې لوبه وکړه او په ۵۵ توپونو یې ۸۶ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې ایرلنډ لوبډلې که څه هم د لوبې پیل ښه نه و، خو وروسته بیا کارټېس کمفر او جورج ډاکرل لوبه کنټرول کړه او په ۱۹ اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او په روانو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
د سیالۍ غوره لوبغاړی کارټېس کمفر ونومول شو چې په توپوهنه کې یې په ۳۲ توپونو ناسوځېدلې ۷۲ منډې جوړې کړې وې او دوه لوبغاړي هم سوځولي وو.