د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي ستونزې د حل لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي.
نوموړي د دې ناستې د جوړېدو د څرنګتیا په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په تهران کې د یوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې تهران په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې او ثبات په هڅو کې ښکېل دی.
عراقچي زیاته کړه: «په وروستیو ورځو کې، موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارامښت او ثبات رامنځته کولو په هڅو کې یو. ټیلیفوني اړیکې مو ټینګې کړې دي او هیله من یو، چې پام وړ پایلو ته ورسیږو او که خدای کول یوه سیمه ییزه ناسته به ترسره شي او موږ دا مسله تعقیبوو».
نوموړي ددې ناستې د څرنګتیا، وخت او ځای په اړه څه ونه ویل او نه یې هم دا روښانه کړې، چې دا ناسته د کومو هېوادونو د استازو په ګډون جوړیږي.
له دې سره هم مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران له لوري د اسلاماباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي: «ایران زموږ ورور هېواد او نږدې ملګری دی. پاکستان تل د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د سولهییزو حللارو ملاتړ کړی دی. موږ د خپل ورور هېواد ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه مننه کوو.»
په همدې ترڅ کې سیاسي شنونکي او د نړیوالو چارو څېړونکي د اېران منځګړیتوب او د سیمې ناستې جوړیدل اغېزمن ګڼي.
د نړیوالو مسایلو کارپوه سیدعبدالمقدم امین وايي، که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پېښیږي، د دواړو هېوادونو د خلکو تر څنګ د سیمې هېوادونه هم زیان ویني نو له همدې امله اېران غواړي دا ترینګلتیا پای ته ورسوي.
هغه وویل: «واقعا اګر جنګ میان پاکستان و افغانستان مشتهیل شود، از یک طرف په نفع مردم افغانستان نیست و همچنان به نفع مردم پاکستان نیست، و از طرف دیګر منطقه را درګیر خواهد ساخت چون افغانستان نقطه وصل یا اتصال منطقوی است به ویژه در امور تجارتی. بلی همان قسم کې جمهوری اسلامی ایران خواسته است میانجیګری کند، متاعقبا روسیه نیز خواسته است که به این تنش ها هر چه عاجل باید پایان داده شود و یک راه حل معقول در نظر ګرفته شود. طبیعی است که هر کدام به نوبت خود تاثیر دارند، میتوانند در رفع این چالش ها و یاد در رفع این تنش ها ممد واقع شوند.»
د سیمه ییزو مسایلو څېړونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي، پاکستان په هغه صورت کې د اېران اغېزمن منځګړیتوب ته غاړه ږدي چې د پاکستان له وسه څه پوره نشي.
ښاغلی څمکنی په دې باور دی چې اېران کولای شي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له خپل نفوذ په استفادې دواړه هېوادونه عادي اړیکو پاللو ته وهڅوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «اېران اوس هڅه کوي چې منځګړیتوب وکړي، که چېرې ایران له خپل نفوذ نه کار واخلي ممکنه ده خو بیا هم دا برنامه د ایران او پاکستان یو ځای طرح او ډیزاین شوې ده. که چېرې پاکستان څه ونشول کولای په هغه صورت کې به اېران ته ترجیح ورکړي او که دوي څه کولای شول بیا اېران ته اهمیت نه ورکوي.بیا هم د ګاونډیو هېوادونو دا مسؤلیت دی ځکه دوي ته هم نېغ په نېغه ستونزې پېښیدلی شي، نو په همدې اساس د منطقې د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي. نو زمونږ په فکر دا د اېران فکر او اندېښنه ده.»
خو د نړیوالو اړیکو څېړونکی اجمل زرمتی د اېران منځګړیتوب ته هیله من نه دی او وايي، هغه شرایط چې یوه نړیوال منځګړي هېواد ته په کار دي، اېران ترې برخمن نه دی نو ډېر به اغېزمن نه وي.
دده په وینا هر هېواد چې غواړي په داسې مواردو کې د هېوادونو ترمنځ د روغې جوړې هڅه وکړي، ورته لازمه ده نړیوال ملاتړ له ځانه سره ولري، له کورنیو ستونزو سره مخ نه وي، د سیمه ییزو رقابتونو ترمنځ یې ځان ثابت کړی وي او دواړو خواوو ته د باور وړ وي.
هغه وویل: «هغه هېواد باید نړیوال ملاتړ له ځانه سره ولري. دویم شرط دادی چې باید له داخلي مشکلاتو سره مخامخ نه وي. دریېم دادی چې دی باید خپل ظرفیت په سیمه ییزو رقابتونو کې ثابت کړي. څلورم دادی چې یاد هېواد باید مقابل لوري ته د اعتماد وړ وي. نو ترکومه ځایه چې دا شرطونه زه وینم په اېران کې په اوسنیو شرایطو کې دا شرطونه شتون نه لري.»
د اېران لخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې ترېنګلتیا د پای ته رسولو په اړه د سیمه ییزې ناستې او منځګړیتوب مسله په داسې وخت کې مطرح کیږي چې تېره اونۍ ترکیې هم پاکستان ته د همدې موضوع په اړه د بحث لپاره د یوه لوړپوړي پلاوي د استولو اعلان کړی وو چې تراوسه یې برخلیک معلوم نشو.
که څه هم اسلامي امارت تراوسه د اېران د وروستي وړاندیز او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې له پاکستان سره په استانبول کې د ترسره شویو مذاکراتو د بې پایلې پای ته رسیدو مسؤل یې پاکستان بللی او په وینا یې چې غیر معقولې غوښتنې یې درلودې.