د ایران سپاهپاسداران یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر اسراییل او سیمه کې یې د امریکا په پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۳مه څپه بشپړه کړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییل د اشدود بندر د تېلو زېرمې او د دې هېواد د مدعین ښارګوټي یو پوځي مرکز په نښه شوي.
همداراز سعودي عربستان، کویت او د سیمې په څو نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو څو اډې ویشتل شوي دي.
سپاهپاسداران ادعا کړې چې دې بریدونو کې یې بېلابېل توغندي کارولي چې پهکې د جامدو او مایعو سونتوکو لرونکي توغندي او ډول ډول بېپیلوټه الوتکې شاملې دي.
د ایران د دې ادعا په اړه اسراییل او د سیمې هېوادونو څه نه دي ویلي.