Asset 1SWN

د ایران ولسمشر: امریکا او اسراییل مو ښه مات کړل

مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو او امریکا پر وړاندې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر وړاندې خپل ځواکونه ستایلي او زیاته کړې یې ده چې دغه هېوادونو ته یې، ښه ماته ورکړه.

د نوموړي په وینا، «دښمن» نه‌انګېرله چې دوی به له دومره سخت ځواب سره مخ شي.

د ایران ولسمشر همداراز وویل چې په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې وسله والو ځواکونو اسراییلو ته «د اوسپنې ګنبد او متحده ایالاتو ته د خپلو ټولو پرمختللو پوځي تجهیزاتو سره سره ماتې ورکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پزشکیان همدارنګه په تهران او نورو ولایتونو کې د اوبو د سخت بحران په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: «که موږ په تهران کې د اوبو وضعیت کنټرول نه‌کړو، نو موږ به په سپتمبر او اکتوبر کې د بندونو شاته اوبه ونه‌لرو.»

د ایران او اسراییلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران د پوځ یو‌شمېر لوړپوړي قومندانان او پوځي چارواکي ووژل شول او ګڼ‌شمېر ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله واوښته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام