Asset 1SWN

سلام وطندار

د ایران ولسمشر د جګړې ختمولو لپاره ۳ شرطونه وړاندې کړي

د ایران ولسمشر پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له اسراییل او امریکا سره د جګړې پایته رسولو او سولې لپاره درې شرطونه وړاندې کړي.

الجزیرې شبکې نن پنجشنبه د حوت ۲‍۱ / مارچ ۱۲ راپور ورکړی چې د ایران د مشروع حقونو پیژندل، د تاوان ورکول او راتلونکې کې د برید نه‌کولو نړیوال تضمینونه د ولسمشر پزشکیان له لوري وړاندې شوي شرطونه دي.

پزشکیان ویلي: «د جګړې چې اسراییل او امریکا پیل کړې، د پایته رسولو یوازینۍ لار د ایران د مشروع حقونو پیژندل، د تاوان ورکول او راتلونکې کې د برید نه‌کولو پر وړاندې نړیوال تضمینونه دي.»

د ایران ولسمشر زیاته کړې چې هر ډول پریکړه‌لیک باید د دغه هېواد اساسي حقونه تایید او د نورو بریدونو نه‌کولو په وړاندې کلک ډاډ ورکړي.

همدارنګه ویل شوي چې د ایران ولسمشر دغه څرګندونې د روسیې او پاکستان له مشرانو سره د ټیلیفوني خبرو په جریان کې کړي چې د سولې لپاره د ایران ژمنتیا تاییدوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام