Asset 1SWN

د ایران او ناروې بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په تړاو خبرې کړي

ایران-و-ناروی-r76oiqds0pfn5e4epbawdys9eh1qenu02yhfy8p11w

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د اسلو نړیوالې ۲۲مې ناستې په څنډه کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سپن بارت‌ایده سره د افغانستان، سیمه‌ییزو دوه اړخیزو اړیکو او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن پنجشنبه، غبرګولي ۲۲مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ خبرې هم ارزول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د افغانستان تحولات د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو له اصلي موضوعاتو څخه وو، خو په دې تړاو یې، نور جزییات نه‌دي ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ایران او ناروې په سیمه او اروپا کې دوه هغه هېوادونه دي چې د وروستیو کلونو پرمهال یې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره نسبتآ منظمې اړیکې درلودې، که څه هم اسلامي امارت تراوسه د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

د اسلو دوه وېشتمه نړیواله ناسته تېره ورځ، چهارشنبه، غبرګولي ۲۱مه، د ناروې پلازمېنه کې پیل شوه. په دې ناسته کې د نړۍ لوړپوړي سیاسي چارواکي د نړۍ پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو خبرې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام