Asset 1SWN

ایران او امریکا راتلونکې پنجشنبه جېنوا کې درېیم پړاو خبرې پیلوي

ایران او امریکا خبرې

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو درېیم پړاو ټاکل شوی چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ د جېنوا په ښار کې پیل شي. دا خبرې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي تایید کړې دي.

دا مذاکرات په داسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پوځي شخړې د رامنځته‌کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي. متحده ایالاتو په وروستیو اوونیو کې په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ایران د اټومي پروګرام پر سر هوکړه ونه‌شي، «ډېرې بدې پایلې» به ولري.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر چې د دواړو لورو ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو د منځګړي رول لري، ویلي: «په خوښۍ سره تاییدوم چې د امریکا او ایران خبرې د پنجشنبې لپاره جېنوا ته انتقال شوي او هڅه دا ده چې د هوکړې وروستي کېدو لپاره یو مثبت او جدي ګام واخیستل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د رویټرز د راپور له مخې، ایران چمتووالی ښودلی چې د خپلې اټومي پروګرام په اړه نوې امتیازات ورکړي، خو په دې شرط چې اقتصادي بندیزونه لرې شي او د تهران حق د «سوله‌ییز اټومي بډاینې» په رسمیت وپېژندل شي. دا دریځ د ایران لپاره د مذاکراتو اساسي کرښه بلل کېږي.

بل‌خوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې پر ورځ پر خپله‌ اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې محتاطه خوشبیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې وروستیو خبرو «هڅوونکي نښې» لرلې دي. خو هغه ټینګار کړی چې تهران د «هر احتمالي سناریو» لپاره چمتو دی.

د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه په تمه دي چې دا خبرې به د تاوتریخوالي پر ځای د ډیپلوماسۍ دروازه پرانیستې وساتي، ځکه د هر ډول شخړې اغېزې به یوازې پر ایران او امریکا محدودې نه‌وي، بلکې ټوله سیمه به تر فشار لاندې راولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام