د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره ورځ په تهران کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره ځانګړي اهمیت لري او تهران او مسکو به د افغانستان اړوند مسلو په اړه خپلو مشورو او بحثونو ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل: «د افغانستان تحولات زموږ او روسیې د پام وړ دي. زموږ خبرې په دې اړه ورټولې وې او موږ غواړو چې دې موضوع کې ډېرې مشورې ولرو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې غونډه کې وویل چې روسیه به د مسکو فارمټ او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د غونډو په چوکاټ کې د افغانستان مسلو په اړه همکارۍ ته دوام ورکړي.
سرګي لاوروف وویل: «د افغانستان په اړه په بېلابېلو چوکاټونو له هغې ډلې، مسکو فارمټ او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ناستو کې همداراز د ایران، چین، روسیې او پاکستان څلور اړخیزه ډله کې همکاري او تعامل لرو.»
یوشمېر سیاسي کارپوهانو ټینګار کوي چې ایران او روسیه په سیمهییزو مسلو کې کلیدي رول لوبوي او د تهران او مسکو ګډ دریځ کولای شي، د افغانستان پر وضعیت اغېز وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي احمدخان اندړوویل: «ایران او روسیه په سیمه کې پیاوړي هېوادونه دي او د دوی ناستې، مشورې او دریځونه پر ګاونډیو او نړۍ هېوادونو اغېز لري. دوی باید د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو خپل سیاستونه جوړ کړي، نه د نړیوالو رقابتونو په چوکاټ کې.»
پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو وروسته، ایران او روسیې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې جاري وساتلې او په دغو هېوادونو کې یې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت استازو ته وسپارل.