ایران د دغه هېواد تهران هوايي ډګر کې د لبنان اړوند مسافروړونکو الوتکو د ښکته کېدو اجازه نهده ورکړې.
ایران دغه ګام وروسته له هغې اخلي چې د اسراییلو له اعتراض وروسته لبنان پلازمېنې بیروت ته د تلونکو دوو ایراني الوتکو د ښکتهکېدو مخه نیولې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لبنان ته د ایراني الوتکو ورتګ وروسته له هغې بند شو چې اسراییلو پر ایران تور پورې کړ چې دغه هېواد په غیرپوځي الوتکو کې د لبنان حزبالله ډلې ته نغدې پیسې لېږدوي.
ایران هم د لبنان یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، څو چې ایراني الوتکو ته اجازه ورنکړل شي، دوی به ایران ته د یاد هېواد الوتکې راپرېنږدي.
د دواړو هېوادونو چارواکو ټينګار کړی چې دغه ستونزه به د خبرو له لارې حل کړي.
د ایران او لبنان ترمنځ د الوتنو ځنډېدو له امله دواړو هېوادونو کې ګڼشمېر مسافر ایسار پاتې دي.